وسله والو طالبانو نن ( جمعه اپریل ۱۷) د بندیانو یوه بله شل کسیزه ډله په لغمان ولایت کې خوشې کړه، طالبان وايي دا ډله بندیان یې د لغمان مرکز ته څېرمه یوه سیمه کې خوشې کړي دي.
د وسله والو طالبانو ویاند سهیل شاهین پر ټویټر یوه بیان کې ادعا کړې چې دا ډله بندیان د افغان حکومت د پوځ او پولیسو سرتیري دي. هغه دغه راز ادعا کړې چې دا کسان یې د مهترلام اړوند غازي بابا سیمه کې خوشې کړي دي.
وسله والو طالبانو د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د لغمان ولایت علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې شل تنه بندیان هم خوشي کړي وو چې، د دوی په وینا، د افغان امنیتي ځواکونو کسان دي. د مالوماتو له مخې ۱۵ کسان په علیشنګ او پنځه تنه نور په علینګار ولسوالۍ کې خوشي شوي دي.