IQNA

د قدر په شپو او اختر کښې د امام علي علیه السلام د حرم په زیارت بندیز

16:56 - May 10, 2020
د خبر لمبر: 3483131
تهران (ایکنا) - په نجف کښې د کورونا په ضد له سختو اقداماتو کمولو سره، د نجف والي اعلان وکړ چې د امام علي علیه السلام د شهادت او فطر د اختر په ورځو کښې د زائرانو له منلو معذور یو.

د نجف د والي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په دغه ولایت کې د کرونا پر وړاندې د کاري ډلې د پریکړې له مخې، د امام علي علیه السلام د شهادت او همداشان د فطر د اختر په ورځو کښې د زائرانو له منلو معذور یو. هم داشان د ماښام د 7 بجو په ځای د ماښام له 8 بجو څخه بندیز لګېږي.
په بیان کې راغلي: "د فوټبال او ورزش سټیډیم او تالارونه پرانستل کېږي او د ټکسي ډرایورانو ته تر لسو بجو پورې د کار اجازه ورکول کیږي.

/3483131

captcha