IQNA

د ایران د سمندري ځواک ۱۹ غړي شهیدان شول

23:54 - May 11, 2020
د خبر لمبر: 3483136
تهران(ایکنا) - د ایران د پوځ د سمندري ځواک د عمومي اړیکو دفتر وویل د کنارک په نوم کوچنۍ جنګي کشتۍ پرون مازیګر د چابهار او د جاسک په اوبو کښې د سمندري مانورې د ترسره کیدا په وخت له پیښې سره مخ شوه او په کښې یوشمیر سپاره عسکر شهیدان شول.

د ایران د پوځ د سمندري ځواک د عمومي اړیکو دفتر نن د هیواد په جنوب کښې د چابهار او د جاسک د اوبو په عمومي سیمه  کښې د یوې سپکې جنګي کشتۍ لپاره د پیښې د رامینځته کیدا  څرنګوالي ته په اشارې سره وویل د سمندري ځواکونو د یوشمیر کوچنیو کشتیو لخوا د سمندري مانورې د ترسره کیدا په وخت له پیښې وروسته په لنډ وخت کښې د سمندري ژغورنې او د مرستې ډلې د پیښې ځاې ته ورغللې او شهیدان شوي او ژوبل کسان یې له کشتۍ څخه وویستل او روغتونونو ته یې انتقال کړل .

په دغه پیښه کښې نولس (۱۹) کسان شهیدان او پینځلس (۱۵) نور ژوبل شوي  خو جسمي حالت یې ښه دی .

د ایران د پوځ د سمندري ځواک د عمومي اړیکو دفتر دغه راز د سمندري ځواک د غیرتمنو عسکرو د شهادت غوښتنې په روحیې او دفاعي چمتووالي باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل هیله کیږي چې د پیښې په ځاې د موجودو کارپيژاندو تر دقیق غور پورې په دې هکله له هرډول ګونګوسو او ګمان کولو ډډه وشي .

captcha