د افغان رسندویو له راپور سره سم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دا ۱۵ بندیان ۱۲مه ډله ده چې د طالبانو لخوا خوشې کېږي او په وینایې چې تر دې وړاندې په۱۱ پړاونو کې د دوی لخوا ۲۶۱ حکومتي بندیان په کندهار، لغمان، کندوز، هرات، بادغیس او فاریاب کې ازاد شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د امنیت شورا وویل، طالبانو تراوسه ۱۷۱ بندیان خوشې کړي دي چې یوازې ۱۰۵ تنه په کې عسکر او پاتې نور یې ملکیان دي.
افغان حکومتي لوری ادعا کوي چې دوی په ۱۲ پړاونوکې زر تنه طالبان ازاد کړي دي چې طالبانو یې باید په مقابل کې ۲۰۰ افغان بندیان خوشې کړي وای، خو تراوسه دا کار نه دی شوی.
د امنیت شورا ګواښ کړی دی که طالبان د بندیانوخوشې کولو لړۍ چټکه نه کړي نو دوی به هم دا لړۍ ودروي.