تهران (ایکنا) - د عراق د وسله وال ځواکونو قوماندان او لومړي وزیر نن، په کرکوک ولایت کښې د حشد الشعبي او پوځ له مرکز څخه کتنه وکړه.

له الیوم بغداد څخه په نقل، د داعش د پاتې عناصر تعقیب لپاره د «عراق اتلان» نومې عملیاتو دویم پړاو، نن سه شنبې د لومړي وزیر مصطفی الکاظمی او د عراق د وسله وال ځواکونو قوماندان کرکوک ته په راتللو، سره سم پيل شو.
د عراق د لومړي وزیر دفتر په یوه بیانیه کښې خبر ورکړ چې الکاظمي همداشان له عراقي ځواکونو منجمله له حشد الشعبي څخه په کرکوک ولایت کښې کتنه وکړه.
