IQNA

11:22 - June 06, 2020
د خبر لمبر: 3483228

په پاکستان کې د طالبانو یو مهم کمانډر نیول شوی دی

تهران (ایکنا) - د پاکستان امنیتی مامورانو د دوشنبې په ورځې هم په دغه هیواد کې په یولړ عملیاتو کې دوه طالب مسئولان نیولي چې په دغه هیواد کې په ځینو چاودنو او ترهه ګرو عملیاتو کې ئې رول درلودلی دی .

په پاکستان کې د طالبانو یو مهم کمانډر نیول شوی دی

د پاکستان د ترهه ګرۍ ضد ځ واک (سی ټي ډي) پرون په کراچۍ کې  په یولړ  ضربتی عملیاتو کې د ګردجان عالم په نامې سره د طالبانو ډلې یو تعقیبیدونکی ترهه ګر کمانډر نیولی دی .

راپورښئ په دغو عملیاتو کې  د دغه ترهه ګر له پټنځایه زیات شمیر وسله ، مهمات  او چاودیدونکي توکي هم کشف اوضبط شوي دي .

وئيل کیږي ، د پاکستان امنیتی مامورانو د دوشنبې په ورځې هم  په دغه هیواد کې  په یولړ عملیاتو کې دوه  طالب مسئولان نیولي  چې په دغه هیواد کې په ځینو چاودنو او ترهه ګرو عملیاتو کې ئې رول درلودلی دی .

captcha