IQNA

د حشد الشعبي د مشر په کورونا د ککړیدو د ادعا رد کول

10:35 - June 13, 2020
د خبر لمبر: 3483251
تهران (ایکنا) - د عراق د روغتیا وزارت، د حشد الشعبي د مشر فالح الفیاض په کورونا د ککړیدو خبر رد کړ.

له سومریه نیوز څخه په نقل، د عراق د روغتیا وزارت په یوه بیانیه کښې خبر ورکړ چې د فالح فیصل فهید الفیاض په نوم د وروتسي آزمایش جواب چې د دغه مرکز د لابراتوار لخوا خپور شوی جعلي دی.
د دغه بیانیې په دوام کښې راغلې: دا مطلب، دروغ دی او دا وزارت، به هغه کسانو سره چې دغه جعلي خبر یې خپور کړی او هڅه یې کړې چې د هیواد د روغتیا امنیت پورې خندا وکړي، او یا د دغه وزارت روغتیایې او ډاکټرۍ چارو او یا د روغتیایي وزارت د لابراتوار کار پورې چې شپه ورځ په کورونا د ککړو ناروغو د آزمایشونو لپاره کار کوي مسخره وکړي سخت او جدي چلند وکړي.
دې وزارت په دوام کښې له ښاریزو غوښتنه وکړه تر څو له دارنګه افواهو مخنیوی وکړي او خبرونه له موثق او رسمي سرچینو څخه ترلاسه کړي.
3904374

captcha