د یمن د وسله والو ځواکونو ویندوي یحی سریع په دغه بیانیه کښې خبر ورکړ: د خدای په توفیق سره مو د سعودي عربستان د پلازمینې ریاض پرضد د څلورم دفاعي انډوال په نوم ترټولو ستر عملیات اجرا کړل .
یحیی سریع وویل د یمن ځواکونو د څلورم (۴) دفاعي انډول په عملیاتو کښې په ریاض ، جیزان او نجران کښې د سعودي عربستان په دفاع وزارت ، استخباراتو مرکز ، سلمان هوايي ډګر او ځینو پوځي مرکزونو بریدونه وکړل .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل دغه پوځي عملیات د قدس او د ذوالفقار په نوم ګڼ شمیر بلاسټیک او کروز توغندیو او دغه راز په بې پایلوټه الوتکو سره ترسره شوي دي .
هغه وویل د یمن عسکر به د کلابندۍ تر ختمیدا ، د تیریو تر بندیدا او د خپلواکۍ او د ازادۍ تر تحقق پورې خپل سخت او قوي عملیات اجرا کړي.
3906467