سعودي عربستان پرون له هغو بهرنیو ښاریزو د سږ کال د حج لپاره نوم لیکنه پیل کړه چې په دغه هیواد کښې هستوګن دي او د اقامت مدارک لري او هم داشان یې وویل چې دغه کسان به د حاجیانو اویا فیصده وي.
یاده دې وي چې سعودي عربستان د کرونا وایرس د خپریدو په وجه د روان کال په حج کښې د ګډونوالو شمیر ډیر کم کړی دی.
سعودي حکومت ویلي چې په عربستان کښې له اوسیدونکو بهرنیو ښاریزو څخه به یوازې زرو کسانو ته د روان کال په حج کښې د ګډون اجازه ورکړي. دا په داسې حال کښې دي چې په تیرو کلونو کښې د حاجیانو شمیر له دوه نیمو میلیونو زیات و.
له نورو هیوادونو د حاجیانو په ورتګ باندې د بندیز فیصله د دغه هیواد په اوسمهاله تاریخ کښې وړومبنۍ پیښه ده چې د ټولې نړۍ د مسلمانانو د نارضایتۍ سبب شوې ده.
په سعودي عربستان کښې په کرونا د ککړو کسانو شمیر له دوو لکو اوښتې او هم داشان کابو دوه زره کسانو هم سرونه بایللي دي.