IQNA

ایران، پاکستان او هند کې د کورونا وبا له کبله د مړینې ډېرېدل

19:03 - July 10, 2020
د خبر لمبر: 3483367
تهران (ایکنا) - د ایران د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنیاد په سرطان میاشت کې د وبا له خپرېدو راهیسې په یوه ورځ د ۲۲۱تنو مړینه تر ټولو لوړ شمېر دی. ددغه هېواد ډاکټران وایي چې تر دې دمه له کرونا ناروغۍ څخه ۱۲زره۳۰۵تنه مړه شوي او د تېرې ورځې د ۲۰۷۹مثبتو پېښو له ثبت سره پر کورونا د اخته کسانو شمېر۲۵۰زره ۴۵۸تنو ته رسېدلی دی.

 ایران د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنیاد په سرطان میاشت کې د وبا له خپرېدو راهیسې په یوه ورځ د ۲۲۱تنو مړینه تر ټولو لوړ شمېر دی. ددغه هېواد ډاکټران وایي چې تر دې دمه له کرونا ناروغۍ څخه ۱۲زره۳۰۵تنه مړه شوي او  د تېرې ورځې د ۲۰۷۹مثبتو پېښو له ثبت سره پر کورونا د اخته کسانو شمېر۲۵۰زره ۴۵۸تنو ته رسېدلی دی.
پاکستان کې روغتیایي چارواکي وایي چې هلته هم دکورونا ناروغۍ څخه د مړینو شمېر مخ په زیاتیدو دی او تر اوسه پورې نږدې ۵زره تنه ترې قرباني شوي دي.
دوی وایي اوس په ټول پاکستان کې دوه لکه ۳۷زره کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
بل لور ته هند کې د روغتیا وزارت چارواکي وايي، تېره ورځ ۲۵زره تنه نور په کرونا ناروغۍ اخته شوي چې دا د کورونا له پیل څخه تر اوسه لوی شمېر دی.
له تازه شمېرو سره په هند کې په کورونا د اخته کسانو شمېر اوه لکه، ۶۷ زره ۲۹۶ ته ورسېد. په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۲میلیونو څخه اووښتی دی او له دې وبا څخه تر ۵۵۲زره ډېر کسان قرباني شوي دي.

avapress.com

captcha