IQNA

په فاریاب کې ۲۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

13:36 - July 12, 2020
د خبر لمبر: 3483377
تهران (ایکنا) - سرچینه وایي په دې نښته کې ناصر، چې د شیرین تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وو له ۱۴ نورو طالبانو سره وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.

د افغانستان دشاهین قول اردو مسؤلان وایي د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

له یادې قول اردو په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې نښته کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینه وایي په دې نښته کې ناصر، چې د شیرین تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وو له ۱۴ نورو طالبانو سره وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي په ټپيانو کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قومندان ملا زرقاوي هم شامل دی.

سرچینه دغه راز په خبرپاڼه کې وایي، چې امنتیي ځواکونو د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې هم دوه طالبان وژلي او یو یې ټپي کړی دی.

سرچینې په خبر پاڼه کې افغان ځواکونو ته د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

بل لورته وسله والو طالبانو هم په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تهران راډیو

captcha