IQNA

طالبانو د افغان حکومت ۲۵ نور زندانیان آزاد کړل کړل

16:46 - July 14, 2020
د خبر لمبر: 3483388
تهران (ایکنا) - طالبانو په کندهار ولایت کې د افغان حکومت ۲۵ تنه زندانیان ازاد کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټر پاڼه لیکي، چې دوی نن یو ځل بیا د تړون سره سم په کندهار ولایت کې د افغان حکومت ۲۵ تنه زندانیان خوشي کړي.

طالبانو څو ورځې وړاندې هم په غور او د هیواد نورو ولایتونو کې د حکومت یو شمېر بندیان ازاد کړي وو.

 طالبانو تر دې دمه د افغان حکومت نیږدې ۸۰۰ بندیان خوشي کړي او دغه راز افغان حکومت بیا ۴۱۹۹ طالب بندیان له خپلو زندانونو ازاد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د ۶۰۰ بندیانو پر سر پرتې ستونزې لا هم نه دي هواري شوې. افغان حکومت وایي چې یاد بندیان په لویو جرمونو کې ښکېل دي او د دوی په وینا دغه بندیان نه خوشي کوي.

بلخوا طالبان بیا ټينګار کوي که یې بندیان د لېسټ سره سم خوشې نه شي، بین الاافغاني مذاکرات به پیل نه کړي.

تهران پښتو راډیو

captcha