IQNA

له ایټمي موافقې د امریکې وتل په سیمه کښې د شخړې د زیاتیدو لامل دی

16:49 - July 14, 2020
د خبر لمبر: 3483389
تهران (ایکنا) - د افغانستان د ولسي جرګې استازي او د پاکستان د صلحې او سفارتي څیړنو د پوهنکور مشر د ګډ اقدام له جامع اقدام(برجام) څخه د امریکې وتل په سیمه کښې د شخړې او لانجې د زیاتیدو لامل وبلل.

د افغانستان په ولسي جرګه کښې د بامیان ولایت استازي سید جمال فکوري بهشتي پرون ایرنا ته په یوه مرکه کښې برجام د سیمې او نړۍ په سویه یوه مهمه موافقه وبلله او ویې ویل: د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایټمي موافقې په یواړخیزه توګه وتلو سره د سیمې او نړۍ صلحه او ثبات په خطر کښې واچوه.
په عین حال کښې د پاکستان د صلحې او ډیپلماټیکو څیړنو د پوهنکور مشر فرحت آصف د ایران په وړاندې د ټرمپ د حکومت په یرغلیزې کړنلارې باندې په نیوکې سره وویل: د ایران هوښیارانه لیدتوګه سبب شوه چې ایټمي موافقه د اروپايي لورو له کارړنګونو او له امریکې د هغوي له پيروۍ سره سره پرخپل ځاې پاتې شوه.
هغه د امریکې بندیزونه د ایراني ولس په وړاندې د دغه هیواد د غلیمانه کړنلارې نښه وبلل او ویې ویل: بندیزونه د ایران د بریاؤ او پرمختګونو مخه نه شي نیولې.

captcha