IQNA

د سامرا په شاوخوا کښې د امریکې په پوځي کاروان برید

23:35 - July 17, 2020
د خبر لمبر: 3483400
تهران (ایکنا) - عراقي خبري سرچینو د سامرا په شاوخوا کې د امریکا د پوځیانو په کاروان د برید خبر ورکړ.
دا بمب د عراق د صلاح الدین ولایت په مکیشیفه سیمه کښې چاودلی دی.
د عراق د رسینو د خبر په اساس، د عراق مقاومتي ډلې اصحاب الکهف د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستلی.
په بغداد کښې د امریکې سفارت او په عراق کښې د امریکایي ترهګرو پوځیانو اډې له هغه ځایونو څخه دي چې په وروستیو میاشتو کښې څو ځله د توغندیو هدف ګرځیدلې دي.
د عراق ډیرې ډلې او خلک له عراق څخه د امریکايي ترهګرو پوځیانو د وتلو غوښتنه کوي او د دې هیواد پارلیمان هم د دې ځواکونو د وتلو طرحه تصویب کړې ده.

3910823

 

captcha