IQNA

د حشد الشعبي د مشر، مشري تمدید شوه

23:45 - July 17, 2020
د خبر لمبر: 3483403
د عراق لومړي وزیر د ماموریت په یو حکم کې د دغه هیواد د حشد الشعبي سازمان مشر فالح الفیاض مشري تمدید کړهږ
عراقي سرچینو د دغه هیواد د لومړي وزیر له دفتر راپور ورکړ چې مصطفی الکاظمي په رسمي حکم، د فالح الفیاض مشري په حشد الشعبي سازمان کې تمدید کړې ده.
د الکاظمي د دفتر په بیانیه کې راغلې دي: د عمومي ګټو لپاره او د لومړي وزیر او د عراق د وسله والو ځواکونو د قوماندان له موافقت سره، الکاظمي د خپلو قانوني اختیاراتو په کارولو سره د دې حکم د صادریدو له تاریخه فالح الفیاض د حشد الشعبي سازمان مشر وټاکلو.
فالح الفیاض په ۲۰۱۴ کال کې د عراق د زیاتو سیمې له داعش ترهګرې ډلې څخه ترلاسه کولو او د عراق د دیني مرجعیت حضرت آیت الله سید علي سیستاني لخوا د جهاد فتوا ورکولو وروستو له دغه ترهګرې ډلې سره د مقابلې او د عراق نیولې شوې سیمو ازادولو لپاره د حشد الشعبي سازمان مشر ټاکلۍ شوی و.
هغه د حشد الشعبي سازمان د مشرۍ سربیره د عراق د ملي امنیت مرسیتال هم و چې تیره اونۍ د دغه هیواد د لومړي وزیر لخوا قاسم الاعرجي یي د هغه په ځای انتخاب کړو.
3910924
 
captcha