IQNA

د امام حسین علیه السلام د زیارت مجازي زیات وکړۍ + ایډرس

0:01 - July 18, 2020
د خبر لمبر: 3483404
تهران (ایکنا) - د امام حسین علیه السلام له سپیځلي حرم سره تړلي د امام حسین علیه السلام ډیجیټل رسنیزه موسسې په کربلا کې د امام حسین علیه السلام د سپیځلي ضریح او حرم بیلابیلو برخو د مجازي زیارت د ویپاڼې خبر ورکړ.

د امام حسین علیه السلام له سپیځلي حرم سره تړلي د امام حسین علیه السلام ډیجیټل رسنیزه موسسې څارونکي ولاء الصفار په دې اړه وویل: د کرونا وباء او د رامینځته شوې محدودیتونو له کبله له عراق څخه بهر او دننه د زیارت مینه والو ته رامینځته شوي ستونزو له امله اراده مو وکړه چې دا برخه ترسره کړو.
د امام حسین علیه السلام د حرم اینټرنیټي ویبپاڼې په مجازي زیارت کې، دا امکان شتون لري چې کارن په مجازي توګه له دریرشو څخه زیات د 3D انځورونو له لارې د امام حسین علیه السلام د حرم او د کربلا د شهیدانو(علیهم السلام) د ضریح او د انګړ او بیلابیلو برخو زیارت وکړي.
د لارښودنې لپاره د سپیځلي حرم له بیلابیلو برخو نقشه هم کارن په اختیار کې لري، مینه وال کولی شي چې د مجازي زیارت کولو لپاره له دې ایډرس څخه اقدام وکړي.
3910995

captcha