IQNA

22:38 - July 22, 2020
د خبر لمبر: 3483424
تهران (ایکنا) - د مسجد الحرام او مسجد النبي صلی الله علیه و آله د چارو مشر په ورځ کې لس ځله د مسجد الحرام د ضد عفوني کیدو خبر ورکړ.

د مسجد الحرام او مسجد النبي صلی الله علیه و آله د چارو مشر شیخ عبدالرحمان بن عبدالعزیز السدیس د سږ کال په حج کې د حرمین شریفین پروګرامونو په غونډه کې وویل: په نړۍ کې هیڅ یو سپیڅلۍ ځای د مسجد الحرام په شان نه ضد عفوني کېږي. د دې جومات هر ورځ د ضد عفوني شمیر لس ځله دی.
السدیس په دوام کې وویل: د سږ کال د حج مراسم په ځانګړي شرایطو سره چې په نړۍ او سعودي عرب کې رامینځته شوې دي، پیل کېږي او د سعودي عرب حکومت له کورونا ناروغۍ سره د مقابلې او د بیت الحرام د حاجیانو د روغتیا لپاره ټول ضروري تدابیر او اقدامات ترسره کړې دي.
هغه وویل: د مسجد الحرام او مسجد النبی (صلی الله علیه و آله) ریاست تیار دی چې د عرفې د ورځې خطبه په لسو ژبو وژباړي او د ټولنیزو چینلو له لارې یې د 50 ملیونه کارونکو ته وړاندې کړي.
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: