د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي نن په دې خبرې سره چې انصار الله د مقاومت یو(۱) غورځنګ دی وویل انصار الله او ایران د امریکا او د اسرائیلو پرضد نامحدود جنګ کښې په یوه (۱) واحد چورلیز کښې ولاړ دي .
هغه د سوریې په فضا کښې د ایران د مسافروړونکي الوتکي لپاره د امریکا د جنګي الوتکو د مزاحمت رامینځته کیدا ته په غبرګون کښې وویل د ایران د غیر پوځي الوتکې لپاره د امریکا د جنګي الوتکو د مزاحمت رامینځته کولو ته د انصار الله غورځنګ د ځواب ورکولو ماهیت په مناسب وخت کښې ټاکل کیږي او البته د انصار الله غورځنګ ځواب به د ایران د ځواب ځای ناستی نه وي .
البخیتي دغه راز د نړۍ د پتیالیو په څنګ او د امریکا له تیریو او سرکشیو سره په مقابل کښې د یمن د ملت په دریدا ټینګار وکړ .