IQNA

22:37 - August 14, 2020
د خبر لمبر: 3483511
تهران (ایکنا) - افغان حکومت پرون ناوخته د څرخي پله له زندانه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې ۸۰ کسان آزاد کړي دي.
د  افغانستان د ملي امینت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپانه کې راغلي: «ټولو ازاد شویو زندانیانو سوګندخوړلی چې له ازادۍ وروسته به صلح ایز ژوند شروع کوي او د افغانانو  خلاف به بیا جګړه نه کوي.»
په خبرپاڼه کې راغلي، آزاد شویو طالب بندیانو همدارنګ په خپل سوګند کښې ژمنه کړې چې د افغان حکومت پر وړاندې به جګړه نه کوي او هيڅ ډول نظامي فعالیت به نه کوي.
بلخوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم د څلورسوه طالب بندیانو له ډلې د ځینو آزادېدل تائید کړي خو د شمېر په اړه معلومات نه دې ورکړي.
د یادونې ده چې آزاد شوي ۸۰ تنه بندیان د هغو ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې څخه دې چې د لویې جرګې د پرېکړې له مخې یې افغان حکومت باید د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره له خپلو زندانونو ازاد کړي.
تهران راډیو
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: