IQNA

چین د کورونا ضدواکسین د جوړولو خبر ورکړ

22:57 - August 17, 2020
د خبر لمبر: 3483530
تهران (ایکنا) - په ورته مهال په چین کې د معنوي ملکیت سازمان ویلي د دغې کمپنۍ له لوري د لومړني واکسین د جوېدو د ثبت امتیاز هم کان سینو کمپنۍ ته ورګرځي چې واکسین به یې په خلکو وویشل شي.
د چینايي رسنیو د راپورونو له مخې په چین کې د کان سینو د دوا جوړونې یوې کمپنۍ ویلي چې په دغه هېواد کې یې  کورونا ضد واکسین جوړ کړی دی.
په ورته مهال په چین کې د معنوي ملکیت سازمان ویلي د دغې کمپنۍ له لوري د لومړني واکسین د جوېدو د ثبت امتیاز هم کان سینو کمپنۍ ته ورګرځي چې واکسین به یې په خلکو وویشل شي.
د سرچینې  سرچینود راپور له مخې دغه واکسین د یادې کمپنۍ د عفوني ناروغیو د یوه متخصص چن وي تر نظارت لاندې جوړ شوي دي.
راپور د چین د حکومت په حواله لیکلي که په یاد هېواد کې د کورونا بله څپه خپره شي، په ډېرې تېزۍ سره به د دغه ویروس د کنټرول لپاره به یاد واکسین تولید شي.
په راپور کې دغه راز زیاته شوې، چین دغه جوړ کړی واکسین په څو میاشتو کې د ازمویښت له پړاونو تېر کړی دی.
چینايي متخصیصین وايي، په دې برخه کې په لا ډېرو تحقیقاتو بوخت دي.
تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو، چې هېواد یې د کورونا ویروس لپاره بریالي واکسین جوړ کړي، چې د روغتیايي ادارو له خوا هم تایید شوي دي.
د ښاغلي پوتین په خبره جوړ شوي واکسین یې په خپله لور ازمايلي چې نتیجه یې مثبته ده.
تهران پښتو راډیو
captcha