په قطر کې د طالبانو ډلې دسیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي،د طالبانو ډلې په ضد دملګروملتو د امنیت شورا له خوا د بندیزونو داجرا په باب دپاکستان اقدام دسولې بهیر له ستونزو سره مخامخ کوي .
سهیل شاهین وئيلي دي، طالبان بین الافغاني خبرواترو په درشل کې دي او دپاکستان دغه شان اقدام طبیعي خبره ده د افغانستان دسولې بهیر ته تاوان رسولی شي .
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان خارجه وزارت پرون په دغه هیواد کې د دترهه ګرو ډلو دسرغنو په ضد د امنیت شورا د بندیزونو دسختولو خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ،په دغو بندیزونو کې طالبان، حقاني چینل ، القاعده ، داعش ، جماعت الاحرار، سپاه صحابه ، جنګوي لښکر ، طیبه لښکر او جیش محمد نومې ډلې شاملیږي چې د دوي شتمنۍضبطې او د دوي درست مالي کریډيټونه هم پيژندل او تړل کیږي .
پاکستان په داسې حال کې ددغو بندیزونو د بشپړ اجرا خبر ورکوي ، چې د پاکستان چارواکي د ایف اې ټي ایف یعني د پيسو د پاکولو د ځانګړي ډلې له استازو سره دلیدو کتو په درشل کې دي .
د پاکستان خارجه وزارت پرون په دغه هیواد کې د دترهه ګرو ډلو دسرغنو په ضد د امنیت شورا د بندیزونو دسختولو خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ،په دغو بندیزونو کې طالبان، حقاني چینل ، القاعده ، داعش ، جماعت الاحرار، سپاه صحابه ، جنګوي لښکر ، طیبه لښکر او جیش محمد نومې ډلې شاملیږي چې د دوي شتمنۍضبطې او د دوي درست مالي کریډيټونه هم پيژندل او تړل کیږي .