
د بلخ د ولسوالۍ ولسوال ګل بازخان ناصري رسنیو ته ویلي دي چې په یاده سیمه کې د ملي اردو یوې پوستې ته نږدې یاد ځانمرګی برید شوی دی.
د بلخ ولایت امنیه قومنداني بیا وایي چې موټر بم برید په بلخ ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو د یوې قرارګاه پر پوستې شوی دی، خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
له سیمې خپرې شوې ویډيوګانې او انځورونه ښيي چې چاودنې ډېره وراني پېښه کړې ده او شاوخوا ودانۍ یې زیانمنې کړې دي.
تهران راډیو