IQNA

د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان ځانګړی سلاکار:

د صهیونیستانو سره د امارات روغه د سیمې امنیت ګواښي

0:05 - September 02, 2020
د خبر لمبر: 3483568
تهران (ایکنا) - په بهرنیو چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان ځانګړی سلاکار وویل: د صهیونیستي رژیم سره د امارات روغه جوړه د سیمي د سولي او ثبات سره په ټکر کې او د ناپوهی ډک اقدام دی.
په بهرنیو چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان ځانګړی سلاکار حسین امیر عبداللهیان د فلسطین د ملي شورا د مشر سلیم الزعنون سره په تیلفوني اړیکه کې وویل چی د فلسطین د خاوري څخه د صهیونیستي نیواک ګرو شړل یوه الهی وعده ده چي حتما به پر ځای کیږي.
سلیم الزعنون هم په دې ټیلفوني اړیکه کې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود او د ایران د دولت له دریځ څخه ستاینه او د فلسطین مسالې ته د توجه څخه مننه وکړه.
هغه همدارنګه پر ځینو عربي هیوادونو چي د اسراېیلو سره د اړیکو د جوړولو هڅې پیل کړې نیوکه وکړه او د صهیونیستي رژیم سره د امارات روغه جوړه د اسلامي نړۍ او په تیره بیا د فلسطین د ولس په حق تیری وباله.
تهران راډیو
captcha