IQNA

د ابادان خلکو د امریکا بایکاټ په کلکه وغاند

22:59 - September 06, 2020
د خبر لمبر: 3483590
تهران (ایکنا) - د ایران په جنوب لویدیځ کې د خوزستان ولایت خلکو د امریکا لخوا د ابادان د تیلو د چاڼ ځای او د هغه عامل مدیر د بایکاټ د غندلو لپاره غونډه وکړه .
د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د ایران د خلکو پرضد د  خپلو سیاستونو په دوام کې په تیرې پنجشنبې ورځ د ابادان د تیلو چاڼ ځای او د هغه عامل مدیر د خپلو بایکاټونو په فهرست کې شامل کړل .
د ایران د خوزستان ولایت د ابادان سیمې خلکو نن د ابادان د تیلو د چاڼ ځای د اصلي دروازې مخ ته په غونډې ترسره کولو سره د امریکا د ظالمانه بایکاټونو په غندلو سره د دغه چاڼ ځای او د هغه د عامل مدیر ملاتړ وکړ .
د ایران د ابادان سیمې د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام علي ابراهیمي پور د خلکو په ټول کښې وویل امریکا د ایران د خلکو پرضد د محدودیت او د ممنوعیت د رامینځته کولو لپاره له هرې لارې استفاده کوي او د ابادان د تیلو د چاڼ ځای او دهغه د عامل مدیر بایکاټ کول د ایران او د ملي ګټو په لړ کښې د ابادان د تیلو د چاڼ ځای د کارکونکو د جهادي هڅې بیانونکي دي .
هغه ټینګار وکړ د امریکا د یاغي او د مستکبر حکومت لخوا د ابادان د تیلو د چاڼ ځای او د هغه د عامل مدیر بایکاټ کول بې شکه د اسلامي ایران د  خلکو د کلکې ارادې په مقابل کښې د دغه توکمپال  رژیم د بې وسۍ او ناتوانۍ نښه ده .
تهران راډیو
captcha