په ترکیې کې د جامعة المصطفی العالمیه استازي حجت الاسلام و المسلمین سید وحید کاشاني، د بې له پایې شرحه د درسونو د لړۍ په پنځمه برخه کې وویل: د کربلا په پیښه کې یوه ډیره ښکلې پيښه د حر بن یزید ریاحي توبه او راستنیدل و.
حر تمه نه لرله، چې د کوفې خلک به امام حسین علیه السلام شهید کړي، خو ولي چې کله یې احساس وکړ چې دارنګه پيښه راروانه ده نو بیدار شو او د امام حسین علیه السلام خوا ته راستون شو. هغه کسان چې حقیقي توبه وکړي او د جبران اراده وکړي نو د اهل بیت علیهم السلام او د امام حسین علیه السلام غېږه دوي لپاره تل پرانیستې ده او دوي لپاره د توبې دروازې هم تل خلاصې دي. خو شرط یې دا دی چې توبه حقیقي وي او له زړه نه وي.
حر چې خبر و امام حسین علیه السلام د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله نمسې دی، له غفلت بیدار شو او له دوزخ یې نجات ترلاسه او جنت یې غوره کړ او د امام حسین علیه السلام په رکاب کې د کربلا له شیهدانو لومړي شهید شو.