IQNA

په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې دوه زره نه سوه یو اتیا په کورونا اخته نوې ناروغان پېژندل شوې

1:00 - September 17, 2020
د خبر لمبر: 3483621
تهران (ایکنا) - له بده مرغه په تېرو څلور ویشتو ساعتونو ۱۷۹ په کورونا اخته ناروغان مړه شوې
د ایران د روغتیا وزارت ویندویي سیما سادات لاري  نن  په ایران کې د کرونا د ناروغانو د وروستي شمېر په هکله وویل. د شویو ټېسټونو له مخې په تېرو  څلور ویشتو ساعتونو کې دوه زره نه سوه یو اتیا په کورونا اخته نوې ناروغان پېژندل شوې چې  پکې یو زر  اوه سوه شپږ ویشت بستري شوې دي.
لاري په دې بیان سره  چې  په ایران کې د کورونا د ټولو ناروغانو شمېر څلور لکه لس زره درې سوه څلوردیرش کسانو ته رسېدلې وویل:  له بده مرغه په تېرو څلور ویشتو ساعتونو ۱۷۹ په کورونا اخته ناروغان مړه شوې او په هیواد کې د کوید ۱۹ د ناروغۍ د مړیو شمېر ۲۳ شپږ سوه دوه دېرشو کسانو ته رسېدلی دی.
تهران راډیو
captcha