IQNA

11:28 - September 17, 2020
د خبر لمبر: 3483622
تهران (ایکنا) - د منامه او تل ابیب تر منځ د جوړجاړي تړون لاسلیک کیدو وروسته ، د بحرین الوفاق ټولنې راتلونکې جمعه د "قدس د غصې ورځ" اعلان کړه.
د بحرین الوفاق ټولنې، په خپلې ټویټر پاڼه کې د آل خلیفه رژيم او د صهیونیسټ رژیم ترمینځه د جوړې جاړې تړون په تعقیب کې راتلونکې جمعه، د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر ۱۸ نیټه د قدس د غصې ورځ اعلان کړه.
په ورته وخت کې ، د بحرین دیني ملایانو او عالمانو یوه غوښتنه لاسلیک کړه چې د تل ابیب سره د مناما د اړیکو له نورمال کولو سره خپل مخالفت څرګندوي او د فلسطین له خلکو سره د دوي په یووالي ټینګار کوي.
د بحرین عالمانو په خپله غوښتنه کې وویل چې قدس یوه اسلامي خاوره ده او جواز نه لري چې حتی یو وجب یی په یهودیت بدل شي.
3923463
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: