IQNA

د امام حسین علیه السلام د اربعین په درشل کې د کربلا د حکومتي ادارو تر دوه اونۍ رخصتۍ پيل

22:12 - October 03, 2020
د خبر لمبر: 3483682
تهران (ایکنا) - د امام حسین علیه السلام د اربعین په درشل کې د کربلا ولایتي حکومت خبر ورکړ له سبا یکشبې د دې ولایت ټولې حکومتي ادارې تر دوه اونۍ پورې رخصتې دي.

د کربلا د والي مرستیال نن خبر ورکړ چې د دې ولایت حکومتي ادارې له سبا تر زیارت ورځې تعطیل دي.
د کربلا د والي مرستیال علي المیالي په یوه بیانیه کې خبر ورکړ چې د تعطیل له کبله به د کربلای معلی خلک د اربعینو د زایرانو ته ښه ډول خدمت وړاندې کړي.
هغه تینګار وکړ چې د خدمت برخې، روعتیا او نور ټول امنیتي خدمات له دغه تعطیل مستثنی دي.
3927013

captcha