د امام حسین علیه السلام له حرم سره تړلې د امام حسین علیه السلام ډیجیټال رسنۍ موسسې څارونکي ولاء الصفار په دې بیان سره جې د اربعین د ورځې لپاره ځانګړۍ زیارت نقل شوی، څرګنده کړه: د اهل بیت علیهم السلام د عاشقانو په نیابت کې د اربعین د زیارت مراسم ترسره کول چې د امام حسین علیه السلام د حرم په رسمي ویبپاڼه، ټولنیزه شبکو د حرم په دې لینک نوم لیکنه کولې شي، دغه زیارت به د اربعین په ورځې لوستلې کېږي.
هغه په دې بیان سره چې سږ کال د کرونا ویروس له کبله د اهل بیت علیهم السلام عاشقان په کربلا کې د شتون امکان او د امام حسین علیه السلام د حرم له زیارت محروم دي: څرګنده کړه: د امام حسین علیه السلام د زیارت د ویبپاڼې مدیریت یو جامع پروګرام په نیابتي زیارت کې د نوم لیکنې لپاره ترسره کړ.
3926988