IQNA

امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو لویه فوځي هډه ورانوي

0:06 - October 07, 2020
د خبر لمبر: 3483696
تهران (ایکنا) - امریکایي ورځپانې نیویارک ټایمز راپور خپور کړی، چې امریکا په کندهار کې د خپلې لوی پوځي هډې ورانول پیل کړي.
دغه پوځي هډه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو د لویو هډو په شمېر کې راځي چي ډېر پر مخ تللي فوځي سازو سامان په کښې شتون لري.
د سولې خبرو ته د حاضرېدو لپاره د طالبانو یو اساسي شرط د امریکایي ځواکونو وتل وو، چې له امریکا سره یې د فبروري پر ٢٩مه نېټه د سولې د هوکړې د لاسلیک پر اساس امریکا باید په ١٤ میاشتو کې په بشپړه توګه خپل ځواکونه له افغانستان وباسي.
د امریکا له خوا د لویو فوځي هډو د وارنولو چارې په داسي حال کې پیل شوي چي د افغانستان دولت او د طالبانو تر مینځ خبرې اترې له بن بست سره مخامخ شوي دي.
تهران راډیو
captcha