IQNA

په درستې نړۍ کې د حسینی اربعیّن ولولناکې دستورې ترسره شوې

5:34 - October 09, 2020
د خبر لمبر: 3483701
تهران ایکنا - د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت درستو پتمنو انسانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .
 په داسې څال کې چې سږکال د کرونائي بحران له امله  د نړۍ میلیوني حسینی عزادارو د  اربعیّن دستورې په  کربلا کې ونه لمانځلې شوې ، په کربلا کې  دحضرت امام حسین علیه السلام په سپيڅلي حرم کې څو میلیونه عراقي زیارتوالو د نړیوالو په نیابت  دغه دستورې  لمانځلي  او د نړۍ حسینی عزادارو ته ئې پیغام ورکړی ، که څه  هم تاسو سږکال په دغو دستورو کې نشته یاست خو د تاسو په نیابت  دعراق درست  عزادار  دحسین علیه السلام د  څلویښتۍ د دستورو د لمانځلو لپاره  له کورونو  بهر  دي او دغه دستورې په پرتم سره لمانځي.په درست ایران کې  دغه دستورې  دتیر کال په نسبت په یوه  بل ډول ترسره شوي  او نن د ورځې لس بجې د اسلامی انقلاب د  معظم لارښود په شتون سره د  زیارت اربعین په لوستلو سره پيل شوي  او دغه راز په درست هیوادکې د ودانیو په چتونو او کورونو کې د اربعین زیارت  په لوستلو او دغه راز  په زیارتونو کې په شتون سره لمانځل شوي دي.
 راپورونه ښئ  دپاکستان په زیاترو ښارونو کې په داسې حال کې چې په دغه هیواد کې کرونا ویروس خوریدا تر یوه حده کمه شوې ده، دحسینی اربعین په مناسبت  ستر جلوسونه  او لاریونونه  هماغه راز دوام لري او وئيل کیږي ،د  کراچۍ ، لاهور ،اسلام اباد ، پنډۍ فیصل آباد ،پاره چنار ، کویټه ، پيښور ، سرګودها، حیدر آباد ،سکهر  پشمول په لسګونو واړو اوسترو ښارونو کې  د حسیني اربعین  پلی لاریون   یا ترسره شوی او یا هماغه راز دترسره کیدا په حال کې دی  . په درست پاکستان کې په ځينو  ښارونو کې دغه پلی لاریون له تیرو دوو ورځو راهسې پیل شوی وو او  پرون پاي ته رسید.
تهران راډیو
captcha