IQNA

ایران او قطر د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

21:37 - November 09, 2020
د خبر لمبر: 3483790
تهران (ایکنا) - د ایران د اسلامي جمهوریت د انرجۍ وزیر او د قطر امیر په خپلو کښې د سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو په پراختیا او هم داشان د دواړو لورو د امنیت په تامینو کښې د دې اړیکو په مهم رول باندې ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د انرجۍ وزیر او د قطر امیر په خپلو کښې د سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو په پراختیا او هم داشان د دواړو لورو د امنیت په تامینو کښې د دې اړیکو په مهم رول باندې ټینګار وکړ.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې نن په دوحه کښې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني سره د ایران د انرجۍ د وزیر او د ایران او قطر د ګډو اقتصادي ملګرتیاؤ د کمیشن د مشر رضا اردکانیان په کتنه کښې، هغه د اسلامي ایران د ولسمشر پیغام د قطر امیر ته وسپاره.
په دغه ملاقات کښې چې په دوستانه فضا کښې ترسره شو، د ایران د انرجۍ وزیر او د قطر امیر د خپل مینځي اړیکو د پیاوړتیا په ضرورت باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: د هغو پریکړو او موافقو له مخې چې تهران ته د قطر د امیر د تیر کال په سفر کښې او د ایران له ولسمشر سره یې په کتنه کښې شوې وې، د دغو پریکړو د اجرايي کولو لپاره بنیادي ګامونه پورته شي.
د قطر امیر په دغې کتنې کښې هم داشان د خپل هیواد د صنعت او تجارت وزیر او د ایران او قطر د اقتصادي ملګرتیا د ګډ کمیشن قطري مشر علي الکواري ته ضروري احکام ورکړل څو د دواړو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیا د پراختیا اسناد زرترزره فاینل کړي او ضروري پریکړې وشي.
تهران راډیو

captcha