د پاکستان حکومت او لبیک یا رسول الله صلی الله علیه و آله ډلې ترمینځه توافق وشو چې له دغه هیواد د فرانسې سفیر به د دغه هیواد د پارلمان له تصویب وروستو په دوه یا دریو میاشتو کې وباسي او دا ډله به د فرانسې په خلاف خپل اعتراضات ترپای ورسوي.
په دې تړون لیک کې همداشان څرګنده شوې ده چې پاکستان به فرانسې ته سفیر نه لیږي او په رسمي توګه به له فرانسوي محصولاتو مخنیوي کوي او په د دې ډلې په لسګونو نیولي شوي کسان به هم پریښودلې شي.
پاکستان د نورو اسلامي نړۍ هیوادونو په شان د پیغمبر اسلام صلی الله علیه و اله د سپکاوي نه ډک کاریکاتورو له خپرولو د فرانسې د ولسمشر مانوئل مکرون د دفاع په خلاف له لاریونو سره مخ و. په پاکستان او نورو اسلامي هیوادونو کې د فرانسې د محصولاتو د بندیز لپاره زیات کمپاین ترسره کېږي.
د پاکستان د دیني چارو او داخلي وزیر تیره ورځ له لاریون کوونکو سره خبرې اترې وکړې او هغوي ته یې اطمینان ورکړ چې په پارلمان کې به د فرانسې د سفیر د بهر کولو په اړه بحث وکړي. حکومت همداشان ژمنه وکړه چې فرانسوي محصولات به بند کړي، که څه هم تراوسه معلومه نه ده چې دې هیواد ته د محصولاتو واردات بند شوې دي که هم هغه شان ازاد دي.
3935899