د الجزایري قرآن حافظانو له لمانځلو په مراسم کې چاواکو، د جوماتونو امامانو، شیوخ او د مدني ټولنې استازو ګډون وکړ. د الجزایر د دیني چاورو او اوقاف ادارې مشر عمروش مسعود وویل: د قرآن کریم دا حافظان د دې هیواد له ۲۶ولایتونو د اوړي په دې قرآني پروګرام کې چې د ۲۰۲۰ کال له ۵ جنوري تر ۲۰ اګست د الشاطبیه مدرسې لخوا تر سره شو ګډون کړې و.
هغه زیاته کړه: مدرسه الشاطبیه غوښتل دا مراسم د نوامبر له انقلاب سره سم ترسره کړي خو د کرونا وباء ناروغۍ له کبله ترسره نشو او د شهید د ملي ورځ پورې وځنډېدل.
د وهران والي مسعود جاري هم وویل: د وهران ولایت د علما او شیوخ په برکت سره، د عالمانو او اهل قرآن ولایت ګڼل کېږي.
هغه د قرآن زده کونکو په اړه چې په دې مراسم کې ولمانځلې شو هم وویل: دا حافظان د پوهنتون له محصلانو دي چې په بیلابیلو برخو ډاکټری، دارو جوړولو، ښاریز مهندسي، کیمیا، د اطلاعاتو ټکنولوژۍ او په نورو برخو کې تحصیل کوي.
په دې مراسمو کې د قرآن کریم د حافظانو کورنو هم شتون لرو، دې قرآن زده کونکو ته چې زیاتې په کې نجلۍ وي، د حفظ سند ورکړ شو.