IQNA

د حسیني حرم بیرغ نن له کومو دستورو پرته بدلیږي

21:52 - August 09, 2021
د خبر لمبر: 3484507
تهران(ایکنا) -دعراق دکربلا دحسیني او عباسي سپيڅلو آستانونو د جلاجلا اعلامیو په خپرولو سره وئیلي دي ، چې سږکال د محرم د مقدسې میاشتې په مناسبت د حضرت امام حسین علیه السلام او د حضرت عباس علمدار علیه السلام د سپيڅلو حرمینّو د ګنبد د بیرغ بدلیدا به له کومو دستورو پرته بدلې شي .

ایکنا خبری اژانس  د الکفیل  نړیوال چینل له قوله رابور راکړ، د عباسي آستانې دارالانشاء په یوې خبرتیا کې وئيلی دي ،سږکال  د کرونائي بحران  د شرائطو په دلیل،  دحضرت عباس علمدار   علیه السلام د حرم د ګنبد  بیرغ بدلیدا  چې  سور بیرغ به تور بدلیږي ، سږکال یعني د ۱۴۴۳قمری کال د محرم په لومړۍ شپه له کومو خاصو دستورو پرته ترسره  کیږي

راپور ښئ  د کربلا د حسینی  مقدس آستان د خبرتیاؤ د برخې مشر عقیل الشریفي  هم دیوې اعلامیې  په خپرولو سره  وئيلی دي ،  دحسینی حرم آستانې فیصله کړې ده ،د حرم  د بیرغ دبدولو دستورې  چې هرکال  د محرم دمیاشتې په  لومړۍ شپه  د ماښام اوماسخوتن له لمانځه وروسته  په یولړ پرتمینو دستورو کې بدلیدله ، دې ځل به  له کومو عمومي دستورو پرته  دهماغه غم د میاشتې درارسیدو  دنښې په توګه  به ساده توګه بدله شي .  

 دنینا خبری آژانس  دراپور په اساس ، شریفي ددې خبرې په کولو سره چې  د زیارتوالو او کاروانونو راتلل به  د تیر کال د وارمخکې  اقداماتو په اساس ترسره شي  ، اشاره کړې ده ،  دحضرت امام حسین علیه السلام د سپيڅلي حرم د سرۀ بیرغ په تور بیرغ دبدلولو دستورې به د  عامو خلکو او یا شخصیتونو له شتون پرته  ترسره شي ا و د رسندویو له لارې به ئې راپور  په عمومي توګه  خپور شي. .

 

3989452

captcha