
ایکنا خبری اژانس د الکفیل نړیوال چینل له قوله رابور راکړ، د عباسي آستانې دارالانشاء په یوې خبرتیا کې وئيلی دي ،سږکال د کرونائي بحران د شرائطو په دلیل، دحضرت عباس علمدار علیه السلام د حرم د ګنبد بیرغ بدلیدا چې سور بیرغ به تور بدلیږي ، سږکال یعني د ۱۴۴۳قمری کال د محرم په لومړۍ شپه له کومو خاصو دستورو پرته ترسره کیږي
راپور ښئ د کربلا د حسینی مقدس آستان د خبرتیاؤ د برخې مشر عقیل الشریفي هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي ، دحسینی حرم آستانې فیصله کړې ده ،د حرم د بیرغ دبدولو دستورې چې هرکال د محرم دمیاشتې په لومړۍ شپه د ماښام اوماسخوتن له لمانځه وروسته په یولړ پرتمینو دستورو کې بدلیدله ، دې ځل به له کومو عمومي دستورو پرته دهماغه غم د میاشتې درارسیدو دنښې په توګه به ساده توګه بدله شي .
دنینا خبری آژانس دراپور په اساس ، شریفي ددې خبرې په کولو سره چې د زیارتوالو او کاروانونو راتلل به د تیر کال د وارمخکې اقداماتو په اساس ترسره شي ، اشاره کړې ده ، دحضرت امام حسین علیه السلام د سپيڅلي حرم د سرۀ بیرغ په تور بیرغ دبدلولو دستورې به د عامو خلکو او یا شخصیتونو له شتون پرته ترسره شي ا و د رسندویو له لارې به ئې راپور په عمومي توګه خپور شي. .