IQNA

د عاشورا مکتب ددرست بشریّت لپاره د آزادۍ لاره انځور کړې

22:04 - August 10, 2021
د خبر لمبر: 3484513
د عاشورا مکتب  ددرست بشریّت لپاره د آزادۍ لاره انځور کړې
تهران(ایکنا) عاشورا یو داسې اخلاقي مکتب دی چې د اسلامی امت او ددرست بشریّت لپاره ئې دآزادۍ لاره انځور کړې ده او دوي له ذلت او مریّتوبه ژغوري .

ایکنا خبری اژانس راپور  راکړ ، د نجف اشرف دعلوي مقدس آستان  دقرآني څیړنو او مطالعاتو د څانګې یوه مسئول  او ددغه مقدس آستان  دقرآن کریم د مرکز  غړي ،حجةالاسلام  محمد هادي  فخرالدین   د محرم الحرام  د میاشتې او د شهیدانو دسردار حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه بزرګوار د وفادارو ملګرو  د شهادت  دویر او ماتم د شپو ورځو رارسیدا  په باب زمونږ له خبریال سره ناسته کړې  او ددغه پاڅون  دپيغام او د حسیني عاشورا دغورځنګ داخلاقي ارزښتونو په باب ئې  خبرې  کړي دي .  

دعلوي مقدس آستان دقرآني مطالعاتو اوڅيړنو د څانګې یوه مسئول مقام حجةالاسلام فخرالدین  ټينګار کړی ،،

هغه د ټولنې دانحراف په ضد د حضرت امام حسین علیه السلام  د پاڅون  څرنګوالي ته په اشارې سره  ووئیل ،  حضرت  امام حسین علیه السلام د  اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) رول  لوبولی  او  واجب  الاطاعه ؤ . نو ځکه  ئې دنده درلوده  چې  له انحراف سره  مخامخ شي  او ورسره مبارزه وکړي .  دغه معصوم امام ،  هیڅکله کوم کبرجن او شرور کس نه ؤ، هماغه ډول چې  پخپله ئې  فرمائيلي دي ؛ ما د تکبّر ، غرور ، او د ظلم او فساد  له پلوه  پاڅون نه دی کړی ، زه  دخپل نیکه حضرت رسول اکرم په امت کې  داصلاح  غوښتنې لپاره پاڅون کوم  او  د امر باالمعروف او نهی از منکر  ا مر کوم  ::   

شیح فحرالدین  زیاته کړې ده ، دا دحضرت امام حسین علیه السلام  اصلاح غواړی حرکت دی چې  دخپل  نیکۀ د اصلاح غواړي لارې په اوږدو کې ئې  دوام ورکړی   څو د خداي مظلوم بندګان  خوندي وساتي  او ددقرآن کریم د  فرمان او رودې په اساس د فساد اوفسادګرو په ضد حکم ورکړي  او دا، په هر وخت او هرې زمانې کې  د هر معصوم امام  دنده ده .

هغه دې ته په اشارې سره چې پر خبرواترو ،منطق ، استدلال او نصیحت باندې د حضرت امام حسین علیه السلام ټينګار ،  له نورو سره د ارتباط په ټينګولو کې د سوله ایز آوزار په توګه ؤ ، روښانه کړې ده ، دخبرواترو،منطق، استدلال او برهان له ژبې په استفادې کې  د حضرت امام حسین علیه السلام سیرت ،د نورو آئمه معصومین علیهم السلام  په نسبت تازه او بدیع نه ؤ ،خو که له دغو سپارښتنو څخه د استفادې لپاره  لازم شرائط او وسایل  برابر نه وي ،نو په وړاندې ناسمه لاره هم خپلوله او  مجبورید،له دغې سختې او پيچلي لارې تیر شي. 

د عراق دغه قرآني فعال  همداراز وئیلي دي حضرت امام حسین علیه السلام  له دښمنانو سره هم په منطق او برهان سره خبرې کولې  تر دې چې دوي قانع کړي او دحق او حقیقت لارې ته ئې هدایت کړي . دوي همداراز نیّت درلود، د معاویه په ضد دخپل انقلاب  موخې بیان کړي ، په عین حال کې ، دوي  د هغه بزرګوار  نه غږ واورید او نه ئې  دهغه بزرګوار بلنې ته ځواب ور نه کړ. دا  د درستو آئمه  علیهم السلام د خپلو دښمنانو په نسبت  روده او اخلاق ؤ .

شیخ فخرالدین ټينګار کړی ، حضرت امام حسین علیه السلام په دې دلیل پاڅون وکړ چې  خلکو ته ورزده کړي ، یو مسلمان انسان کله چې پخپلې ټولنې کې ظلم وویني ، نو باید پاڅون وکړي څو دحالاتو اصلاح وکړي .

3989627

captcha