
ایکنا خبری اژانس راپور راکړ ، دغه نندارتون د زمري د میاشتې په ۲۳نیټه د پنډۍ ښار د هنري شورا په ملګرتیا او په اسلام اباد کې د ایران د کلتوري خونې د سلایار احسان خزاعي او د پاکستان د فیډرل حکومت د اطلاعاتو د وزیر فرخ حبیب او یو شمیر هنرمندانو او د خطاطۍ د استاذانو او اکلتوري فعالانو او د دواړو هیوادنو دکلتوري اړیکو له پراختیا سره د دلچسپۍ لرونکو په شتون سره افتتاح شو .
په اسلام اباد کې د ایران د کلتوري خونې د اعلامیې په اساس ، په دغه نندارتون کې چې د پاکستان د خپلواکۍ د پنځه اویایمې کلیزې په مناسبت او د محرم د شپو ورځو سره په یووخت ترسره شوی ،د پاکستان د درو غوره استاذانو د خطاطۍ د کلاسیکو او اوسمهاله آثار او هم د حضرت امام حسین علیه السلام ،عاشورا، قرآني آیتونو ، دحضرت محمد مصطفی(ص)د حدیثونو او داهل بیت علیهم السلام د ځانګړنو په مناسبت په ښکلو اوپه زړه پورې خطاطۍ او نورو تابلوګانو او د ایرانیو لاسي صنائعو په څير د آثارو په وړانډې کولو سره پرانیستل شو او دغه نندارتون به درو ورځو پورې یعني تر سبا پورې دوام ولري .