IQNA

آمانویل ماکرون د حضرت امام موسی کاظم(ع) حرم ته ورغی

19:24 - August 29, 2021
د خبر لمبر: 3484570
تهران(ایکنا) -د فرانسې ولسمشر چې دعراق په سفر تللی ، د عراق له لومړي وزیر سره یو ځاي د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام سپيڅلي حرم ته ورغلی دی .

ایکنا خبری اژآنس د عراق اینا رسمي خبري آژانس له قوله راپور راکړ ، د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون چې د بغداد په غونډې کې د ګډون په موخې سره دغه هیواد ته تللی ، له مصطفی الکاظمي سره یو ځاي نن سهار په کاظمین کې د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام سپيڅلي حرمت له زیارته مشرف شو .
دعراق دلومړي وزیر دفتر نن سهار وختي په دې اړه دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلي دي ، مصطفی الکاظمي او آمانویل ماکرون پرون ناوخته د حضرت امام موسی کاظم او حضرت امام محممد جواد علیهم السلام د حرمیّنو زیارت لپاره د دبغداد په شمال کې کاظمین ښار ته لاړل او زیات ئې وکړ . او دغه راز ئې د آستان مقدس کتابتون کتنه هم وکړه .
په دې اړه ستاسو خدمت ته یو ویډیوئي کلیپ هم وړاندې کیږي .

3993608

captcha