IQNA

په قرقیزستان کې د ګډو ګټو هیوادونو قرآني سیالۍ ترسره شوې

16:23 - October 31, 2021
د خبر لمبر: 3484883
 تهران (اینا) – د همګډو ګټو خپلواکه هیوادونو  C.I.S) )د قرآنی چارو لومړنۍ سیالۍ د دغه هیواد مسلمانانو ددینی ادارې په همت سره پرون په بیشکک کې ترسره شوې .

ایکنا خبری اژانس له قرقیزستانه راپور راکړ، دغه سیالس پرون د قرقیزستان د پلازمینې امام سرخسی مرکزی جومات کې په تجوید سره د حفظ په څانګې کې د همګډو ګټو دخپلواکه هیوادونو د ا ستازو په شتون سره ترسره شوې او په پاي کې غوره شوي کسان هم معرفی شول .

په دغو سیالیو کې چې ؛ د قرآن د پسرلی په نامې سره ترسره شوي ،دقرقیزستان حافظان لومړي او د داعستان حافظان هم دوهم لمبر شول او د ازبتکستان او قزاقستان استازو هم دریم مقام ترلاسه کړ .

د وئيلو ده د قرقیزستان د مسلمانانو دیني ادارې څه موده مخکې ؛ دقرآن پسرلي په نامې سره په دغه هیواد کې د قرآن لومړنۍ عمومي سیالۍترسره کړې او په تلاؤت او تجوید سره د درست قرآن حفظ،د قرآن د شلو جزؤ یا سپارو حفظ او د قرآن د لسو جزؤ یا سپارو حفظ ددغو سیالیو برخې وې.

 

https://iqna.ir/fa/news/4009329/%D9%

captcha