ایکنا خبری اژانس د سپوټنیک له قوله راپور راکړ په ملګروملتو کې د طالبانو دموقته حکومت منصوب شوي استازي سهیل شاهین پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، نړیواله ټولنه دې په لومړني وخت کې له افغانستان سره د یومیلیارد یوروئي مرستو لپاره د خپلې ژمنې دعملی کولو په موخې سره اساسی ګام پورته کړي .
د شاهین په وینا،دغه مرستې چې د افغانستان لپاره د جي شل ډلې په غونډې کې ئې ژمنه شوي وه ،باید د افغان کډه په سر شوو کورنیو او اړمنو په اختیار کې ورکړل شي .
د طالبانو دغه مسئول مقام په دوام کې له مرستندویه اورګانونو سره دملګرتیا لپاره ددغې ډلې د چمتووالي خبر ورکړ او وې وئيل،دغه مرستې دقخطۍ او انساني ناؤرین د مخنیوي لپاره مسئولیّتونه نه ختموي .هغه همداراز پر نړیوالې ټولنې غږکړی ،څو په افغانستان کې د هغو پراختیائي پروژو د اجرا لپاره چې تیر کال ئې د جینوا په ناستې کې ژمنه شوې وه ،لازم اقدامات ترسره کړي .
د طالبانو چارواکو په داسې حال کې د مرسته رسونې لباره غوښتنې زیاتې کړي ، چې دملګروملتو د انسان دوستۍ د مرستو غږملونکي ادارې وئیلي دي ، افغانستان په نړۍ کې په یوه ترټولو بحراني او ترینګلي هیواد د بدلیدا په درشل کې دی .