IQNA

‎د افغانستان په هرات کې د نجونو یو شمېرمینځني ښوونځي بېرته پرانیستل شول

18:59 - November 07, 2021
د خبر لمبر: 3484924
تهران (ایکنا) -  د افغانستان په هرات ولایت کې د طالبانو ترواکمنېدو نژدې درې میاشتې وروسته د نجونو یو شمېر منځني ښوونځي او لیسې بېرته پرانیستل شوي دي.

ایکنا خبری آژانس دپارس ټوډې له قوله رآپور راکړ،دافغانستان په هرات کې د هغو ښوونځیو شمېر چې دروازې یې له شپږم(۶) ټولګې پورته د زده کوونو لپاره پرانيستې،۲۷ ښوونځیو ته رسېږي.

دا ښوونځي د طالبانو د موقته حکومت له خوا نه بلکې د ښوونکو په هڅو خو له طالبانو سره د خبرو په پایله کې پرانستل شوي او ګڼ شمېر نجونې د زدکړې لپاره ورځي.

دوی وايي د هرات د پوهنې چارواکو ورته ویلي چې د خپل مسؤولیت له مخې کولی شي چې د نجونو ښوونځي فعال کړي.

یوې ښوونکې په دې اړه وویل  چې طالبانو ورته ویلي، دوی ښوونځیو ته د تلونکو نجونو د امنیت ډاډ نه شي ورکولی.

په هرات ښار کې د نجونو د یوې لیسې ښوونکې ناهید صدیقي وویل هرات کې د ښوونکو د ټولنې له خوا دغه ګام اخيستل شوی دی.

نوموړې وايي، "خلکو موږ ته مراجعه کوله او دوی د خپلو اولادونو د راتلونکې په اړه  اندېښمن وو.

د ښوونځیو زدکوونکې له ژور خفګان سره مخامخ شوې وې.

 د همدې غوښتنې له مخې ولایت ته ورغلو، هغوی راته وویل چې نورو سیمو کې هم د خلکو له خوا ښوونځي پرانستل شوي دی".

مېرمن ناهید وايي چې که څه هم د ښوونځیو دروازې پرانستل شوي خو یو لړ ستونزې شته.

دا وايي "ځینې کورنۍ لا هم د امنیت په اړه ډاډه  نه دي او خپلو اولادونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځیو ته ولاړ شي او ویره لري چې هسې نه کومه پېښه وشي. بله ستونزه د ښوونکو کموالی هم دی".

دغه ښوونکې وايي د طالبانو له خوا ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودلو او له وړاندې د کورونا له امله د ښوونځیو بندېدو له امله نجونو د زدکړې برخه کې ډېر زیان لیدلی او دوی هڅه کوي چې نجوني وکولی شي امتحانونه ته چمتو شوي خو وايي رسېدلی زیان نه شي جبرانېدلی.

طالبان وايی هڅه کوي د منځنۍ او لیسې دورې نجونو ته ښوونځي ته د تګ لپاره اجازه ورکړي او وايي پر دې کار روان دی.

خو په کور دننه او د نړیوالو له خوا تر پر طالبانو نیوکه شوې چې کار ته د مېرمنو نه پرېښودل او د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو تړلو سره د دوی حقونو تر پښو لاندې شوي دي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i107988

captcha