تهران (ایکنا) -مولوی امیرخان متقي د سفر خبره د طالبانو له لورې په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې یاده شوې او په کې راغلي چې له ښاغلي متقي سره پاکستان ته په سفر کې د افغانستان د مالیې او سوداګرۍ وزیران او د یادشوي وزارتونو نورې کاري ډلې ملګرتیا کوي .

ایکناخبری آژانس د شفقنا له قوله راپور راکړ د افغانستان د طالبانو د خارجه وزارت د سرپرست دغه پلاوی به د اړیکو په پیاوړتیا، اقتصاد، ترانزټ، مهاجرینو او ولسونو ته په تګ راتګ کي د آسانتیاوو په زیاتوالي خبري کوي.
ویل کیږي دا پاکستان ته د افغانستان دبهرنیو چارود وزارت د سرپرست لومړنی سفر دی.
تردې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته سفر کړی و او له طالب مشرانو سره یې لیدنې کتنې درلودې .
باید وویل شي چې تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزير عمران خان نړيوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی و که له طالبانو سره ښه تعامل ونه شي، ښايي افغانستان يو ځل بيا د نویمې لسیزې حالت ته وګرځي او د ګډوډۍ ښکار شي.
د پاکستان لومړي وزیر ښاغلي عمران خان له نړيوالې ټولنې غوښتي وو چې پر افغانستان خپل بنديزونه کم کړي او له طالبانو سره ښه تعامل وکړي.