ایکنا خبری اژانس د اسلامیک ریلیف له قوله راپور راکړ ،د اسلام له نظره د ژواک چاپيریال تل باتیکیدا ، ډيره مهمه ده ، پردې اساس، د اسلام له نظره د ژواک چاپيریال ساتل ، دانسانانو ،خداي او دخداوندمتعال د مخلوقاتو ترمنیخ د رابطې په سسټماټیک کولو مشتمل دي .
په سکاټ لینډ کې تر ټولو ستر جومات د ګلخانه اي ګیسونو دخپریدا په کمولو کې د ژواک چاپيریال په یوه مهم نوښت کې چې په همداووروستیو کې ئې د ملګروملتو د آب وهوا د بدلونونو په کنفرانس کې وړاندیز شوی ، په لمریزي انرژۍ سنبال شوی دی .
د ګلاسکو دمرکزی جومات د چارو عمومی منشي عرفان رزاق د یوې اعلامیې په خپرولو سرهوئيلي دي ،پر مځکې د خداي تعالی د خلیفه په توګه ،دا د مونږ اخلاقي مسئولیّت دی چې د خپلې سیارې د ساتلو او د راتلونکو نسلونو لپاره ئې د ساتنې په خاطر د ډاډمنیدا لپاره هرکار ترسره کولی شو ، هغه ووئیل ، په درست هیواد کې په څه دپاسه یو زر پنځه سوه جوماتونو سره مسلمانان د پاکو سونګو په لور له ککړو فسیلي سونګو څخه د خپلې انرژۍ په منتقلولو کې اصلي رول لوبولی شو او ډاډ ترلاسه کولی شو چې مونږ ټول دخپلو ګلخانه اي ګیسو خپریدا کمولی او د ۲۰۵۰ کال موخې ته رسیدلی شو .