ایکنا خبری اژانس د روئیټرز له قوله راپور راکړ، داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د پاکستان دخیبرپختونخواه صوبې په باجوړ ضلعې کې د پولیسو پر څوکۍ دحملې مسئولیّت په غاړه واخسته.
په راپور کې وئيل شوي دي ،د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې مسئولانو پخپلو ټولنیزو چینلونو کې وئيلي دي ، د لړم د میاشتې په دوویشتمه ینټه یعني پرون ئې د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په باجوړ ضلعې کې د پولیسو په څوکۍ کې بم کیښودلی ؤ چې له امله ئې د پولیسو یو افسر او یو مامور وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي . داپه داسې حال کې دي چې د باجوړ پولیسو وئیلي دي و پولیسو یو ګاډی پرون په سړک روان ؤ چې بم پرې وچاودید او دغه پيښه رامینځةشوه . په یوه بل راپور کې وئیل شوي دي چې له دغې پيښې لږ وروسته هم دبلوچستان صوبې په کویټه شاوخوا کې د نواکلي په یو سړک کې هم بم چاودنه شوې چې د پولیسو پشمول شپږ کسان ئې ټپيان کړي دي .
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان څو ورځې مخکې وئيلي وو ،په افغانستان کې د طالبانو په ولکې پسې له دغه هیواده داعشیان پاکستان ته ورغلي او ممکنه ده چې په پاکستان کې خپل ورانکار فعالیتونه ترسره کړي .