ایکناخبری آژانس د آوا له قوله راپور راکړ،د افغانستان په چارو کې دملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز دغې غونډې ته چې بیګاپيل شوي ، وویل تېرکال داعش په افغانستان کې شپېته بریدونه کړي وو او سږ کال چې د کومو حملو مسئولیت داعش اخیستی یا دوی ته منسوبې شوې دي چې شمېر یې درې سوه شپږ دیرشو ته رسیدلې دی.
مېرمن لاینز زیاته کړه: "منفي غوره پرمختګ دا دی چې طالبان نه دي توانیدلي چې د داعش د خراسان څانګې د پراختیا مخه ونیسي. داعش یو وخت په څو ولایتونو او کابل کې فعاله وو، اوس داعش خراسان څانګه کابو په ټولو ولایتونو کې شته او ډېره فعاله ده .
داپه داسې حال کې دي چې پرون هم په کابل کې په دوو چاودنو کې چې پړه ئې داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په غاړه اخستې ده کابو لس کسان شهیدان او یو شمیر نور ټپیان شوي دي .
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړه چې طالبان د داعش د مخنیوي لپاره په غیرقانوني ډول خلک نیسي او دا اندېښنه شته چې د داعش مشکوک غړي په صحرائي محاکمو کې ووژني.
د امنیت شورا په غونډه کې د ایران، پاکستان او تاجکستان استازیو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې که څه هم د طالبانو تر واکمنۍ وروسته چې د اګسټ په پنځلسمه یې کابل ونیو د افغانستان امنیتي وضعیت ښه وباله، خو په ورته وخت کې یې تور پورې کړ چې طالبان خپل مخالفان ځپي.