ایکناخبری آژانس دفارس له قوله راپور راکړ ، د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده دا مریکا په انتخاباتو کې دلاسوهنې په چټي پلمو سره د شپږو ایرانیانو او یوه اورګان په ضد د امریکا د نوو بندیزونو په باب ووئيل ، اسلامی ایران د امریکا د بندیزونو نوي هڅې دکرغیړن ټرامپ دزیاتره دباؤ د ناکام سیاست ،ناروا او لالهانده اقدام دی .
خطیب زاده ټينګار کړی ، د امریکا د حکومت له خوا دغه ډول تپَنې چې پخپله په مختلفو شکلونو او رودو سره په نورو هیوادونو کې د لاسوهنې اوږده مخینه لري ، بې اساسه او ددغه هیواد عمومی افکارو ته د دوکه ورکونې په لړ کې ارزول کیږي .
د امریکا خزانې وزارت بیګا وئیلي دي ، د ایران یو اورګان او شپږ کسانو نامې ئې د امریکا د ولسمشرۍ د ۲۰۲۰کال دانتخاباتو د اغیزمنه کولو لپاره دهڅې په تور او پلمې د بندیزونو لیسټ ته ورزیات کړي دي .
د ایران د خارجه وزارت ویندوي همداراز دفرانسې دخارجه وزارت د ویندوي د وروستیو څرګندونو په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې هم روښآنه کړه ، اسلامی ایران د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د یوه مسئول غړي په توګه تل ټينګار لري چې د دملګروملتو د یوه تخصص لرونکي او تخنیکي اورګان په توګه دې د آژانس حیثیّت باید له هرډول سیاسی چلند او کړنې څخه لیرې ووسي . او ځینی دې ددغه آژانس دحیثیّت له داغي کولو ډډه وکړي .