ایکناخبری آژانس راپور راکړ په تهران کې د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ استازي د مستضعفینو دنړیوالې ټولنې په دوهمې ناستې کې چې ؛ یمن د اسلامی نړۍ پر ځان د باورئ او بدلون چورلیز ؛ په موضوع سره نن په تهران کې د مشرانو دغونډې په هال کې ترسره شو، ووئيل د یمن مقاومت پخپل ځان ایمان درلود او په خداوندمتعال باندې په تکیې سره ئې خپل حرکت پيل کړ او پرمخ لاړ .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې د یمن ولس له فلسطینی ملت څخه د ملاتړ په لومړنۍ کرښې کې دی ،زیاته کړه ،د یمن ولس په خالی لاسونو سره ، د صهیونیسټي دښمن له پلانونواو دسیسو سره مقابله د خپلو کارونو سرمشق وګرځاوه او د جنایتکارو تیریګرو په وړاندې ددوي مقاومت دستاینې او فکر وړ دی .
په تهران کې د اسلامی جهادغورځنګ نماینده په دوام کې ووئيل ، هغه لومړنی ګام چې د یمن مقاومت ترسره کړې دا ؤ چې مړه دې وي امریکا او مړ دې اسرائيل شعار ئې د خپل اصلي شعار په توګه خوښ کړ . ابو شریف په دې خبرې په ټینګار سره چې د یمن خلک د خداي په لاره کې مبارزه کوي او له هیڅ یوه شي نه ویریږي ، ووئيل ، د یمن خلکد جنګ او بشپړ بندیز په خاطر له ډيرو اقتصادي، مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي ،خو د فلسطین له ملته دملاتړ په لومړنۍ لیکه کې دي . هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې په یمن کې دمقاومت بهیر ،په اسلامی نړۍ کې د مقاومت پّ یوه مهم چولیزي بهیر بدل شوی دی ، ووئيل په وروستیو کلونو کې دسیمې ځيني حکومتونه د ابراهم پلان په چوکاټ کې له وحشي صهیونیسټي رژيم سره داړیکو په عادي کولو پسې دي ، خو د یمن ولس د صهیونیسټي او امریکائي دسیسو اوپلانونو په وړاندې دغره په شان ودریدل او ورسره ئې کلک مخالفت وکړ .