IQNA

22:56 - November 23, 2021
د خبر لمبر: 3485017
تهران (ایکنا) -نړیوال ارګانونه خبرداری ورکوي چې په افغانستان کښې به انساني کړکیچ د ډیرې بدې انساني غمیزې سبب شي.

ایکناخبری  آژانس دپارس  ټوډې له قوله راپور راکړ،د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاندوي یوځل بیا د اقغانستان د اقتصادي کړکیچ په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د دغه هیواد بانکي او مالي سیسټم د سقوط د کندې په غاړه ولاړ دی

  د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاندوي سټیفن دوجاریک پرون وویل: د ملګرو ملتو د پراختیا پروګرام په یو رپورټ کښې څرګنده کړې چې د افغانستان په اعتباري بازار کښې، نه ستانه شوي پورونه چې د ۲۰۲۰ کال په پاې کښې ۳۰ فیصده وو، په روان کال کښې ۵۷ فیصدو ته رسیدلي دي.

هغه څرګنده کړه: د ملګرو ملتو د پراختیا پروګرام اندازه لګولې چې له بانکي حسابونو د پیسو د ایستلو په دوام سره به د روان کال تر پاې پورې په افغانستان کښې بانکي ډیپوزټس، ۴۰ فیصده کموالی وکړي.

په افغانستان کښې د اقتصادي حالاتو خرابوالی په داسې حال کښې دی چې د ژمي په پیلیدو سره بې وزلي او بې روزګاري هم په پراخیدو ده.

نړیوال ارګانونه خبرداری ورکوي چې په افغانستان کښې به انساني کړکیچ د ډیرې بدې انساني غمیزې سبب شي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i108710

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: