IQNA

د ملګرو ملتو استازی دې د عراق په چارو کې له ګوت وهنو لاس واخلی

16:52 - November 25, 2021
د خبر لمبر: 3485027
 تهران (ایکنا)-هادي العامري  ووئیل ، دعراق په چارو کې دملګروملتو  استازی  جنین پلاسخارت  په انتخاباتو   او دهغو په نتیجو کې  داسې لاسوهنه کوي ،چې ګواکې  دانتخاباتو مسئولیّت له همدې سره  دی .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله  راپور راکړ،د عراق الفتح ائيتلاف مشر هادي العامري  نن په یو لړ څرګندونو کې  د اروپائي  اتحادئې  له استازي سره په کتنې کې  عراق ته د ملګروملتو د استازي په دریځ سخته نیوکه وکړه او وې وئيل ،  هغه داسې چلند کوي ،لکه چې  د انتخاباتو دلوړ کمیشنر وي .

 هادي العامري  ووئیل ، دعراق په چارو کې دملګروملتو  استازی  جنین پلاسخارت  په انتخاباتو   او دهغو په نتیجو کې  داسې لاسوهنه کوي ،چې ګواکې  دانتخاباتو مسئولیّت له همدې سره  دی .

  العامري پرون  په عراق کې داروپائي اتحادئې  له سفیر ویله واریولا سره په کتنې کې  ووئيل ، د ډيموکراټيکې لارې په باب  اندیښنه ، د شفافو انتخاباتو په ترسره کیدا او  د قدرت په سوله ایز ډول  د منتقلیدا د غوښتنې اصلي دلیل  دی .

 دعراق د الفتح ائيتلاف  مشر  ووئیل مونږ  د ملګروملتو  له نمایندګۍ سره ډيرې ښې ملګرتیاوې  لرو چې  د دوي په مثبت رول باندې اعتقاد لرو ،خو ددغه اورګان اوسنی مشر جنین پلاسخارت  چې دخالت کوي ،  زمونږ اعتماد  ئې لړزانه کړی دی .

 العامري په د وام کې ووئيل ،   دانتخاباتو په نتیجو کې په لاسوهنې ، د رایو په غلاکیدا باندې په اعتراض کې  په عراق کې  روان اعتراضونه او  پرلت وهنې ،له ۲۰۰۳کاله تر دې دمه   تر ټولو منظمې  او سوله ایزې پرلتۍ وهنې دي.

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i108820

captcha